ملګرو ملتونو نړۍ کې د کرونا ويروس له امله د يوې بلې سترې بدبختۍ خبرداری ورکړی 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش تېره ورځ يوې ناسته کې د خبربو پر مهال ويلي دي چې کرونا ويروس نړۍ کې د لوړې کچې بېکارۍ او لوږې سبب شوی چې بحران به رامنځ ته کړي. 

انټونیو ګوټیرش ويلي دي چې کوېډ-۱۹ به د نړۍ اقتصاد ۸ نیم ټریلیونه امريکايي ډالر وځپي چې دا يیوه ستره بدبختي او اقتصادي مصيبت دی. نړۍ کې په مېلېونه کسان بې کاره شوي دي او نړيواله سوداګرۍ ځنډېدلې ده. 

د جان هاپکنز د پوهنتون وروستۍ شمېرې ښيي چې تر اوسه نېږدې شپږ مېلېونه خلک په کرونا ويروس ککړ شوي او درې نېم لکه نور ترې مړه شوي دي.