طالبانو پکتيا کې ۱۴ پوله ساتي ځواکونه وژلي 

روهي (جمعه/۹ د غبرګولي)، ملي دفاع وزارت تائيدوي ې وسله والو طالبانو د پنځه نۍ پر شپه د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ۱۴ افغان پوله ساتي ځواکونه وژلي او درې نور ټپيان دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زياتوي چې دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ - ژوبله اوښتې ده. دا له اختر را وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ څلورمه نښته ده. 

په ورته وخت کې د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل پر ټوېټر ليکلي دي چې د يو څو پېښو او بريدونو سره - سره د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ اوربند چې اعلان شوی نه دی دوام لري.