حکومت کابل کې ۳۵زره  کورنيو ته د برېښنا او اوبو پېسې وبښلې

روهي (جمعه/۹ د غبرګوليی)، کابل والي محمد يعقوب حيدري تېره ورځ کابل کې يوې رسنيزې ناستې ته ويلي دي چې د کرونا ويروس سره د مبارزې کمېټې له خوا ۳۵ زره کورنيو ته د يوې  مياشتې برېښنا او اوبو پيسې ورکړل شوي دي.  

والي وايي  چې د يادو ۳۵ زره کورنيو د برېښنا او اوبو پيسې برېښنا شرکت ته د کرونا ويروس سره د مبارزې کمېټې له خوا ورکړل شوي دي. والي له دغه کار موخه د اړو کسانو لاس نېوی بللی دی. 

افغانستان کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د کابل په شمول يو شمېر نورو ولايتونو کې په سلګونه زره کسان بې کاره شوي دي، چې کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.