کرونا ويروس سره - سره؛ افغانستان او اسټرالیا ټېسټ لوبه کوي 

روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، د افغانستان کرکېټ بورډ وايي چې ټاکل شوې ده چې د همدې کال په نوامبر مياشت کې یه د اسټرالیا په کوربتوب افغانستان او اسټرالیا د کرکېټ تېسټ لوبه وکړي. 

دغه لوبه  د اسټرالیا په پرت نومي لوبغالي کې کيږي. کرکېټ بورډ هیله ښوودلې ده چې افغانستان به دغه لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې ښه وځليږي. 

د افغانستان په شمول د نړۍ ډېری هېوادونو د کرونا ويروس د خپرېدو له امله هر ډول ورزشي لوبې د يوې ناڅرګندې مودي لپاره ځنډولې دي. 

جاپان سږ کال د المپیک نړيوالو لوبو کروبه وو، خو نړۍ کې د کوېډ-۱۹ د چټېکې خپرېدا له امله يادې نړيوالې لوبې هم وروسته شوې دي.