حامد کرزي د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې تاوتریخوالی دې لاس واخلي 

روهي (بنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، پخواني افغان ولسمشر په هېواد کې د هر هغې کړنې په اړه چې د سولې خبرې به منفي اغېزمنې کړي خواشيینيی ښوودلې ده.   

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د زابل ولایت په شاجوی ولسوالي کې د هوایي برید له امله د ماشومانو په گډون زموږ د یو شمېر هېوادوالو پر مرگ ژوبله خپله ژوره خواشیني او اندېښنه څرگندوي. 

حامد کرزی په جگړه کې پر ښکېلو غاړو ږغ کوي چې له هر هغه عمل څخه، چې اوربند او د سولې پروسه زیانمنوي، په کلکه ډډه وکړي او د اوربند په مراعتولو سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په هېواد کې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینگښت لپاره اغېزمن او کوټلي گامونه اوچت کړي.