اروپا کې تازه څېړنې: کرونا ويروس طعبيي نه دی بلکې لابراتوار کې جوړ شوی دی

روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي) ، يو شمېر لوېدېځو رسنيو د اروپايي روغتياپالانو او ساينس پبوهانو هغه څېړنه او مونده رسنيزه کړې ده چې به کې ادعا کيږي چې کرونا ويروس په مصنوعي ډول جوړ شوی دی. 

روغتيا پالان وايي چې کرونا ويروس په طعبيي ډول سره د ماښام څکلکي يا په وسيله انسان ته نه دی لېږدول شوی، بلکې دغه ويروس په مصنوعي ډول په لابراتوار کې جوړ شوی دی.

يو شمېر هېوادونه دا شک لري چې کرونا ويروس جوړ شوی دی. دوی کوېډ-۱۹ په ۲۰۰۳ کال کې د سارس ويروس سره پرتله کوي، چې دغه دوه ویروسونه سره ۹۵ سلنه ورته والی لري او سارس ويروس د ماښام څکلي په وسيله نه انتقاليږي. 

د روغتيا نړيوال سازمان بيا څه  وخت وړاندې ويلي وو چې دوی تر اوسه داسې څه نه دي موندلي چې چين کې په مصنوعي ډول د کرونا ويروس جوړېدل په ګوته کړي. 

د امريکا متحد ايالت په څرګنده د کرونا ويروس د جوړېدو او طعبيي حالت په اړه څه نه وايي خو ټرمپ پر چين نيوکه کوي چې د کرونا ويروس د خپرېدو په اړه يې هغه ډول مالومات او اقدامات نه دي کړي، کوم چې اړتيا يې وه.