افغانستان سره د هند مرسته شوي غنمو درېيم پېټی هم چابهار بندر ته ورسېد 

روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، افغانستان سره د هندوستان هېواد له خوا د ژمنه شوي ۷۵ زره ټنه غنمو درېيم پتی چې شپږ زره ټنه غنم په کې دي د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېدل. 

هندوستان د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې افغانستان سره د ۷۵ زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه کړې ده چې ۱۵ زره ټنه په تېر او شپږ زره ټنه اوس افغانستان ته استول شوي. 

ټاکل شوې ده چې د ګمرګي او تشريفاتي مراسمو وروسته به دغه غنم د نيمروز او هرات ولايتونو له لارې د افغانستان خاورې ته دننه شي.