د حکومت او طالبانو ترمنځ درې ورځنی اختريز اوربند غځېدلی دی 

روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، يو شمېر سرچينې وايي چې افغان حکومت او طالبانو په نااعلان شوي ډول هغه اوربند چې د اختر په درېيو ورځو کې يې سره اعلان کړی وو اوږد کړی دی. 

د حکومت يوې سرچينې د نوم د نه ښوودلو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي دي، چې د اوربند موده اوږده شوې  ده خو دا په رسمي ډول اعلان شوې نه ده. 

ځيني طالب سرچينو بيا رسنيو ته ويلي دي چې د اختر اوربند يوازې درې ورځې وو خو د سولې خبرو لپاره طالبان هڅه کوي چې د شخړو او تاوتريخوالي کچه ټيټه وساتي. 

د امريکا متحدو ايالتو په شمول د نړۍ هېوادونو له طالبانو او افغان حکومت غوښتي وو، چې اوربند دې تل پاتې کړي ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.