روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، د ننګرهار او کابل ولايتونو کې يوه نوې ناروغي چې نښې - نښانې يې کرونا ويروس ته ورته دي، عام خلک او د عامې روغتيا وزارت اندېښمن کړی دی.
د محرقه يا typhoid ناروغي کرونا ويروس ته ورته نښې لري او اوس مهال پلازمينه کابل او يو شمېر ولايتونو کې خلک پرې ککړ شوي دي.
د اشتها کمولی، د سر درد، د نس درد، د جود درد، ستړيا، سخته تبه چې ځيني وخت ۱۰۴ فارنهايټ ته هم رسيږي، ټوخي او ځيني وخت له خولې وينې د محرقه يا typhoid ناروغۍ نښې دي.
د محرقه يا typhoid ناروغي د Salmonella مضرې بکتريا له امله منځ ته راځي چې د منګس او مچانو له لارې له ناروغو کسانو روغو کسانو ته انتقال پيدا کوي.
عامې روغتيا وزارت وايي چې ننګرهار ولايت ته يې پلاوی استولی دی ترڅو په دې اړه پلټنې تر سره کړي چې د کرونا ويروس تر څنګ څومره کسان په محرقه يا typhoid اخته شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح وايي چې اوس مهال افغانستان کې يو شمېر موسمي ناروغۍ هم پيدا شوي دي، چې د کرونا ويروس په څېر نښې لري چې د اندېښنې وړ بلل کيږي.
وروستي