افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له ۱۳زره پورته شو 



روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې مالوماتو اړوند، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۵۸۰ نوې  پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۳۰۳۶ تنو ته ورسېد. 

تېره يوه شپه - ورځ کې اته کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي او په افغانستان کې هغه کسان چې ژوند يې کوېډ-۱۹ اخېستی، ۲۳۵ شول. د روغتيا وزارت وايي چې ۱۲۰۹ کسان تر اوسه له کوېډ-۱۹ رغېدلي دي. 

۵۸۰ تازه پېښې د هېواد په اوو ولايتونو کې  ثبت شوې دي، چې ډېری (۲۳۳) يې په پلازمينې  کابل کې دي. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ