ته ويده وې

ته ويده وې، چې دستوروكاروان تيرشو
ته ويده وې، ستاپركلي جانان تيرشو
تاپه خوب كې دخوبونوڅه تعبيركړ
چې دي فكر له خپل ځانه هم صغيركړ
تادګلوتاندي څانګي كړلي ماتي
تاپه دام كې دصيادخپل ځان اسيركړ
ستادخيال اودخوبونوزمان تيرشو
ته ويده وې، ستاپركلى جانان تيرشو
تاپېغام دخپلوهيلوددرياب څپوته ووي
تاد زړه بې شانه درددرباب نغموته ووي
ته ساقي سره ديره شوې تشول دي ډك جامونه
تابد،رد،زمادخلكودمحراب سجدوته ووي
په هوش نه يې !درنګونوجهان تيرشو
ته ويده وې، ستاپركلى جانان تيرشو
تاتياروكې وه نغښتلي دژوندشمعه
تاپه اوښكووه ستايئلي دژوندشمعه
تاپه شپه كې دسباناري وهلې
تاپه خپله وه وژلې دژوند شمعه
ستاپه غم كې ،پتنګ سوى سوزان تيرشو
ته ويده وې، ستاپركلى جانان تيرشو
تادوريځو له انباره جوړول تل مرچلونه
تادخيال وركه دنياكې هسكول تل محلونه
ته له ځانه خبرنه وي،له جهانه خبرنه وي
تادحوري پر مړوند تل مدام كول خوبونه
ته ويښ نه شوي،دخيالونودوران تيرشو
ته ويده وې،ستاپركلي جانان تيرشو
تادژوندتوروتيارونه درڼا وړانګې شړلې
تادژړاهري سلګۍ ته دخنداغوټۍ ويلې
تانه هېردنوروغم و،خپله ياده خوشحالۍ كې
تادپيغلوپررخساردځوانۍ لوبې كولې
د اسد په هره ساه دانيمګړې ارمان تيرشو
ته ويده وې،ستاپركلي جانان تيرشو