فارياب کې د ګاډو ټکر: لس کسان په کې  وژل شوي دي 

روهي (پنځه نۍ/۸ د غبرګولي)، د فارياب ولايتي مسوولين وايي چې نن سهار د دغه ولايت په دولت اباد وسلوالۍ کې د دوه سراچه ګاډو د ټکر په پايله کې کې لس کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. 

پېښه نن سهار شااوخوا اته بجې رامنځ ته شوې ده. وژل شوي او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د پنځو ټپيآن روغتيايي وضعيت هو د اندېښنې وړ بلل شوی دی.