ايران: ۱۴ کلنه جينۍ له خپل ۳۵ کلن مين سره له کور وتښتېده؛ کله چې د پلار په لاس ورغله سر يې ترې پرې کړ 

روهي (څلورنۍ /۷ د غبرګولي)، ايران کې د خپل پلار له خوا د يوې څلور کلنۍ جینۍ وژل کېدو غبرکونونه راپورته کړي دي. د ايران په ګېلان ولايت کې ۱۴ کلنې  رومینا اشرفي  نومي له يو ۳۵ کلن ځوان سره مينه لرله او د واده لپاره سره وتښتېدل. 

 رومینا اشرفي تېره اوونۍ له خپل مين سره له کور وتښتېده، پوليس ونېول او خپلو کورنيو  ته يې وسپارل. د  رومینا اشرفي  پلار دي ووژله او پر ټولنيزو رسنيو دغه پېښې غبرګونونه راپورته کړل. 

 رومینا اشرفي هغه وخت له پوليسو غوښتي وو چې که چېرې يې کورنۍ ته وسپاري نو ژوند به يې په خطر کې شي. ويل کيږي چې  رومینا اشرفي د خپل پلار له خوا په کوټه کې وژل شوې. 

د  رومینا اشرفي پلار په چاړې د خپل لور سر غوڅ کړ او بيا يې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی. پر ټوېټر او نورو ټولنيزو رسنيو د  رومینا اشرفي وژنې پراخه او له غوسې ډک غبرګونونه راپورته کړي دي.