الجزيره: د هند په ګاودنډ کې سرېکلانکا: له کرونا ويروس مړه شوي مسلمانان سوځوي 

نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د هندوستان حکومت ملاتړي هېوادپال يا نشنالېسټان، د حکومت ملاتړې رسنۍ او سياسي ګوندونو د مسلمانانو او اسلام ضد سياست يا Islamophobia خپل کړ. دوی مسلمان دعوت کوونکي تبليغان تورنوي چې له هنده د نړۍ نورو هېوادونو ته لاړ او په قضدي ډول يې هندوستان ته کرونا ويروس راوړ. هندوستان کې د مسلمانانو پر وړاندې دومره کرکه خپره شوه چې له مسلمانانو څوګ سودا نه اخلي او تور پرې پوري کوي چې هندي مسلمانان په عمدي ډول په ميو، سبزيو او نورو خوراکي توکو لاړې وهي ترڅو هندوان او د نورو مذهبونو پيرو په کرونا ويروس ککړ شي. 

هندوستان کې هغه مسلمانان چې د کرونا ويروس له امله مړه کيږي د اسلام اړوند چې بايد غسل ورکړل شي، جنازه او فاتحه يې وشي؛ اجازه نه لري بلکې د هندو دين اړوند د دوی جسدونه په اور کې سوځول کيږي. د هندوستان پر مسلمانانو دومره ستم اوس وخت کې کيږي چې ځیني مسلمانان له خپل سالامي نوم لکه عزير الرحمن او نورو منکر شوي دي او پر ځانونو يې هندو نومونه لکه راج کمار او نور ايښي. 

د هندوستان په ګاونډ سرېلانکا کې هم له مسلمانانو سره دوه ګونی چلند کيږي. د سرېلانکا د اکثريت دين بودېزم دی او يوازې لس سلنه وګړي يې مسلمانان دي. سرېلانکا کې هم د Islamophobia يا له اسلامه د کرکې سياست د کرونا ويروس په خپرېدو سره زور اخېستی دی. د سرېلانکا حکومت د رسمي امر اړوند هر هغه څوګ ې د کرونا ويروس له امله مړ شي، بايد په اور کې وسوځول شي. د سرېلانکا حکومت د مسلمانانو هغه ديني رسم ته چې مړي په خاورو کې دفن کيږي درناوي نه کوي. 

د هندوستان په څېر سرېلانکا کې هم د حکومت ملاتړي رسنۍ دا تبليغات او پروپاګندا پيل کړې، چې د سرېلانکا لږکيو مسلمانانو کرونا دغه هېواد ته راوړلی ده. په تېر اپريل مياشت کې د سرېلانکا حکومت پر رسمي ډول اعلان وکړ چې د کوېډ-۱۹ مړي بايد وسوځول شي. د مړيو سوځول د مسلمانانو د مذهبي عقايدو سره بشپړ په ټکر کې موضوع ده. د سرېلانکا حکومت که څه هم د بشري حقونو د فعالينو تر سخت انتقاد لاندې دی خو تر اوسه يې د مړو سوځولو په قانون کې هېڅ تغير نه دی رامنځ ته کړی. 

اسلام کې مړی پر ژونديو مسلمانانو څلور حقوق لري؛ غسل ورکړل شي، کفن ورته واچول شي، دفن شي او جنازه يې تر سره شي، خو په هندوستان او سرېلانکا کې د مسلمانانو دغه څلور حقوق تر پښو لاندې؛ د هندويزم او بوديزم دين اړوند يې مړو سره چلند کيږي. 

نړۍ کې د مسلمانانو په ډول عيسويان او يهودان هم خپل مړي خاورو کې دفن کوي او تر اوسه داسې کومه علمي څېړنه نه ده شوې، چې په خاورو کې د کرونا ويروس مړي دفن کول د ويروس د خپرېدو لامل کدای شي. 

له هندوستان او سرېلانکا ورېخوا، برما کې روهینګيايي او چين کې يغور مسلمانان هم د واکمنو حکومت تر سلطې لاندې ژوند کوي، چې له مذهبي ازادۍ ترڅنګ يې انساني حقوق هم تر پښو لاندې کيږي. د ملګرو ملتونو په شمول نړيوالې ادارې د نړۍ د خلکو د يووالي غوښتنه کوي خو په هندوستان، سرېلانکا، برما، چين او يو شمېر نورو هېوادونو کې واکمن حکومتونه، رسنۍ، سياسي ډلې او سخت دريځه مذهبيان؛ له موقع ګټه اخلي او د مسلمانانو پر وړاندې د کرکې سياست پلی کوي.