
روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو بحري ځواک په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې دوه روسي جېټ الوتکو د دوی د يوې جېټ الوتکې لارې نېولې او خنډونه يې ورته جوړول.
خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې سو-۳۵ دوه روسۍ جېټ الوتکو تېره ورځ د مدیترانې سمندر په ختيځه برخه کې د امريکا متحدو ايالتو بحري پوځ P-8A الوتکې لار ۶۵ دقېقې نېولې وه.
خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دا په تېرو دوه مياتشو کې درېيم ځل ده چې روسي الوتکې د د مديترانې سمندرګۍ نړيوالو اوبو پر سر د امريکايي الوتکو لپاره لار نيسې او ورته مزاحمت کوي.