روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، کوريايۍ سمسونګ کمپنۍ خپل دوه نوې ځيرک تلویزیونونه چې له کور بهر کتو لپاره جوړ شوي دي، مارکېټ ته وړاندې کړل. دغه تلوزيون Samsung Terrace نوميږي چې يو يې ۵۵ او بل يې ۶۵ انچه دی.
د دغه تلویزیون ځانګړنه ده چې له تياره خونې يا تالار سربېره په خلاصه فضا کې په ډېر لوړ کيفيت سره انځور وړاندې کولی شي. که چېرې روښنايي او د لمر وړانګې هم شتون ولري، د Samsung Terrace انځور روښانه ښکاري.
د سمسونګ هغه Samsung Terrace تلویزیون چې ښېښه يې ۵۵ انچه ده، لومړۍ بيه يې ۳۵۰۰ امريکايي ډالر او د ۶۵ انچ ښښې لرونکې تلوزيون بيه تر پنځه زره امريکايي ډالرو ټاکلې ده.
وروستي