مکه مکرمه کې  به ګرځبنديز وي؛ سعودي عربستان جوماتونه او دفترونه بېرته پرانېزي

روهي (څلورنۍ/۷ د غبرګولي)، د سعودي عربستان حکوړمت پرېکړه کړې، چې د راتلونکې جون مياشت په لومړيو کې به قرنطين مات؛ هټۍ، دفترونه او جوماتونه به بېرته پرانېزي. د مکې مکرمې سپيڅلي ښار په قرنطين وي او ښايي چې دغه کال د حج مراسم تر سره نه شي. 

سعودي عربستان د نړۍ له مسلمانانو هم غوښتي دي چې سږ کال دې د حج مراسمو لپاره تياری نه نېسي او دوی خبرولو ته دې انتظار پاتې شي. د کرونا ويروس له امله د قرنطين پر مهال د مکې مکرمې او مدينې منورې سپيڅلي ښارونه له زيارت کوونکو خالي شوي وو. 

له سعودي عربستان وراېخوا، د نړۍ په ډېری هېوادونو کې ګرځبنديز نرم شوی خو په نړيواله کچه کرونا ويروس په وړاندې تګ کې دی.