روهي (درې نۍ۶ د غبرګولي)، د هېواد په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې فارياب ولايت کې د يو طالب قومندان په کور کې ماين چاودنه کړې ده چې د کورنۍ پنځه غړي يې په کې وژل شوي دي.
د قول اردو له خوا په نشر شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې ماين چاودنه د فارياب ولايت پښتون کوټ ولسوالۍ په تیلان نومي کلي کې د محمد ظاهر په نوم د طالب قومندان په کور کې شوې ده.
خبرپاڼه کې د محمد ظاهر د ميرمنې، دوه زامنو او دوه لورګانو د وژل کېدو ويل شوي دي. تر اوسه طالبانو د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دغه خبر په اړه څه نه دي ويلي.
وروستي