برازيل د امريکا رېکارډ مات کړ؛ کرونا يوه شپه - ورځ کې ۸۰۷ کسان په کې مړه کړل 

روهي (درې نۍ/۶ د غبرګولي)، د لاتين امريکا برازيل کې دولتي مسوولين وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۷ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. دا په برازيل کې په يوې شپه - ورځ کې د کرونا ويروس تر ټولو ډېر تلفات دي. 

امريکا متحدو ايالتو کې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله  د ۶۲۰ کسانو مړينه بې سارې بلل شوې وه خو اوس برازيل ترې وړاندې او د تلفاتو شمېرې يې پورته تللې. 

برازيل کې په کوېډ-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۳۷۵ زره کسانو ته رسېدلی دی.  د امريکا متحد ايالت د يو مېلېون او شپږ لکه ککړو کسانو په درلودو د نړۍ لومړۍ هېواد دی چې کرونا ويروس په کې ډېر خپور شوی دی.