خاوند په کبرا مار خپله ميرمن ووژله او ځان يې ترې خلاص کړ 

روهي (درې نۍ/۶ د غبرګولي)، د هندوستان پوليیسو کیرالا ايالت کې يو کس د خپلې ميرمنې د قضدي وژنې په تور نېولی دی. ويل کيږي چې ياد کس د خپلې ميرمنې د خوب په تخت کې کبرا مار خوشی، مار يې ميرمن چېچلي او مړه شوې ده. 

د پوليسو پلټنې ښيي چې نوموړی کس دا کار په قضدي ډول کړی دی. پر يوټيوب يې د مارانو وېډيوګانې کتلي او مار لرونکو سره يې اړيکې نېولې وې. 

دغه کس هم په لومړيو پوښتنو کې اعتراف کړی چې د ميرمنې د شتمنۍ لپاره يې يې هغه ووژله. وژل شوې ميرمنې په خپل نوم سره زره، موټر او يو اندازه نغدې  پيسې درلودې. 

وژونکی هغه وخت تر شک لاندې راغی، چې د ميرمنې له مړينې څه وخت وروسته يې د هغې د شتمني خپل نوم ته اړوله.