طالبانو يې هرکلی وکړ؛ ولسمشر غني د دوه زره طالب بنديان د خوشي کېدو امر کړی 

روهي (يوه نۍ/۴ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د کوچني اختر له لمانځه وروسته ولس ته په خپل پيغام کې دا هم وويل چې د ښه نيت او بين الافغاني خبرو د پيل په پار د طالب بنديانو د خوشي کېدو بهير بيا پيل کړي. 

د ولسمشر وياند صديق صديقي څو ساعته وروسته پر ټوېټر ولېکل چې ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې دوه زره طالب بنديان به د حکومت له زندانونو خوشي شي. 

طالب وياند سهيل شاهين د حکومت د دغه پرېکړې هرکلی کړی او ليکلي دي چې دوی به هم د حکومت بنديان ازاد کړي. نوموړي پر ټوېټر ليکلي دي: 

"له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی.
د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي، باید دغه پروسه تکمیل شی ترڅو دبین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري شي."