عطا محمد نور: د ملي يووالي حکومت پر مهال د سولې بهير رېښتنی نه وو 

روهي (يوه نۍ/۴ د غبرګولي)، د اسلامي جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور خپل اختريز پيغام کې د افغان ولس ترڅنګ ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر مبارکي ويلي. 

عطا محمد نور له خلکو غوښتي دي چې  د تېر معمول او دود په څېر دې دغه اختر کې له تګ راتګ ډډه وکړي، د موبايل له لارې دې د اختر مبارکي وکړي او کورونو کې دې پاتې شي. عطا ويلي چې کرونا جدي ويروس دې چې بايد په دې برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې پلې شي. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې د ملي يووالي حکومت پر مهال د سولې بهير پاتې بللی او هيله يې ښوودلې ده چې دا ځل د سولې بهير د عملي پيل او يوې رېښتنې سولې لپاره چارې تر سره شي.