ولسمشر غني د دوه زره طالب بنديانو د خوشي کېدو وفرمان ورکړ 

روهي (يوه نۍ/۴ د غبرګولي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت له زندانانو د دوه زره طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان ورکړ. له دې وړاندې افغان حکومت زر طالب بنديان خوشي کړي وو. 

ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ د اختر له لمونځ وروسته ولس ته د مبارکۍ پيغام په ترڅ کې وويل د طالب بنديانو د خوشي کېدو بهير به بیا پيل شي. ولسمشر غني د طالب بنديانو خوشي کېدل د ښه نيت او سولې خبرو ته د لار پرانېستل بلل دي. 

طالبانو تېره شپه وويل چې درې ورځې به پر افغان ځواکونو بريدونه کوي او اوربند يې اعلان کړ. افغان حکومت د طالبانو ياد ګام وستايلو او اوربند اعلان کړ.