طبیبان څوک وژغوري!؟

دا چې پۀ نړۍ مرګوني ناروغي(کرونا) ویروس راغلی دی، چې نړۍ یې لۀ سخت ناورین سره مخ کړې ده.

د دې ویروس لۀ امله اقتصادي، ټولنیز، تجاراتي پروګرامونه پۀ ټپه ولاړ دي.
سعودي عربستان یؤ لۀ هغو هېوادونو څخه دی، چې د سخت اقتصادي بحران سره مخ ده.
دا هېواد چې اتیا سلنه(۸۰%) اقتصاد یې لۀ تېلو جوړېږي، نړۍ کې د تېلو استعمال کم شوی دی، نو ځکه دوی هم لۀ ستونزو کړېږي.

ځینې کارپوهان پۀ دې نظر دي، چې که کرونا ویروس پۀ نړۍ کې همداسې دوام وکړي، نو پۀ سعودي عربستان کې بهرني مسافر هم لۀ ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

امریکا یؤ بل هېواد دی، چې د کرونا ویروس لۀ رنځ څخه کړېږي، تر څنګ یې ایټالیا، روسیه، چین...او د نړۍ نور هېوادونه هم پۀ دې ویروس اخته دي.

افغانستان چې د څلورو لسزیزو راهېسې د جنګ او جګړې سره لاس او ګریوان دی، چې وګړي یې لۀ سختو ستونزو سره مخ دي، د دې جګړې څخه اوس هم زموږ وګړي هره ورځ ژوند لۀ لاسه ور کوي، څوک ټپیانیږي، د چا پښې پرې کېږي، د چا بدن معیوبیږي، چې زموږ روغتونونه اوس ور څخه ډک دي.

تازه چې د کرونا ویروس پۀ نړۍ کې خپور شوی دی، افغانستان هم یؤ لۀ هغو هېوادونو لۀ جملې څخه دی، چې کوويډ۱۹ ویروس ډېر پۀ چټګۍ پکې د خپرېدو پۀ حال کې دی.

پۀ افغانستان کې تر اوسه څۀ کم/ زیات تر نهو(۹۰۰۰) زرو پورې وګړي پۀ دې ویروس اخته دي، چې (۲۰۵) کسان مړه او(993) روغ شوي.

د طب د کورنۍ غړي(روغتیاپالان) چې پۀ روغتونونو کې د ناروغانو پۀ تداوی مصروف دي، لۀ دې سره لاس او ګریوان دي، چې د هغو کسانو تداوي وکړي، کوم جنګ پۀ جریان کې ټپیان او یا زخمیان شوي دي، او که د هغو کسانو تداوي وکړي کوم چې پۀ کرونا ویروس باندې اخته شوي دي.

ډاکټران نۀ یوازې چې پۀ دې سختو حالاتو کې شپه او ورځ پۀ روغتونونو کې د خلکو پۀ خدمت دي، بلکې پۀ دې وروستیو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ لۀ وجې شهید شوي هم دي.

روغتیاپالان لۀ داسې یوه وضعیت سره مخ دي، لکه د یؤۀ جنګ پۀ لومړۍ لیکه کې چې سرتېرۍ جنګېږي.

د ډاکټرانو ژوند هره شېبه لۀ خطر سره مخ دی، دوی د دې پر ځای چې د ځان ساتنه وکړي، برعکس ددې غریب ملت پۀ خدمت کې شپه او ورځ تېروي، تر څو د دې مرګوني ناروغۍ څخه خلک وژغوري.

د دې پر ځای چې موږ ټول د ډاکټرانو درناوی وکړو، دوی تشویق کړو/برعکس پۀ ځینو ولایتونو کې روغتیاپالان وهل شوي او ډبول شوي دي، چې دا عمل نۀ یوازې ډاکټران مایوسه کوي، بلکې د ډاکټرانو روحیه هم کمزوري کوي.

موږ ټولو ته پکار ده، چې د روغتیاپالان درناوی وکړو او د دوی د تشویق لپاره بېلا بېل پروګرامونه ونیسو، تر څو دوی نور هم غښتلي او روحیه یې قوي شي او د ناروغانو تداوي پۀ ښۀ شکل وکړي.

ښکېلې غاړې دې جنګ بس کړي، خپل منځ کې دې سوله وکړي، تر څو روغتونونه مو د زخمیانو خالي شي او روغتیاپالان مو د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره اوزګار شي.