د کوچني اختر د لمانځلو ځیني روغتیايي لارښووني   

دا چي دا ځل زموږ هیوادوال کوچنی اختر پداسي حال کي لمانځي چي موږ لا اوس هم د داسي یو بد مرغي اوبا سره مخ یو چي تر اوسه مهاله یی هم تداوي وجود نلري؛ ولي بیا هم موږ کولای سو تر څو په ځینو ساده کارونو سره ددې ناروغۍ تر یو حده مخنيوی وکړو.

ځیني داسي لارښووني چي په عملي کولو سره یې کیدای سي تر ډېره د کرونا وایروس مخنیوی وکړئ په لاندي ډول دي:
۱ - هڅه وکړئ په مسجد کي له خپلو نورو مسلمانانو وروڼو سره د سټړي مسي پر مهال د لاس ورکولو، ښکلولو او غېږي ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړئ.

۲ - روغبړ د ټولنیز واټن په مراعاتولو سره ترسره کرئ ممکن تاسو پدې کار سره د ډول ډول غبرګونونو سره مخ سئ خو پروا یې مکوئ ځکه هغه کسان چي پر تاسو نیوکي کوي نه پوهېږي که پوهیدلی داسي یې نه کول خو ستاسو مسؤلیت د یو لوستي کس په توګه دادی چي دا عملي کړئ.

۳ - د اختر (عیدګاه) د لمانځه کولو لپاره د کور څخه د ځان سره مسله (جای نماز) یوسئ او که کولای سئ ماسک ووهئ د ماسک وهل د ډیرو سترو علماو په نزد په اوسني حالت کي روا دی او هیڅ شرعي ستونزه نلري.

۴ - د لمانځه څخه د راوتلو پر مهال تلوار مکوئ او د ګڼو ګوڼي څخه ځانونه وساتئ تر هغه وخته چي ګڼه ګوڼه کمېږي یو بغل کي انتظار وباسئ.

۵ - اول خو هڅه وکړئ په کورونو کي پاته سئ بیا هم که چیري ډیر مجبوره یاست ټول لوړ څه په نظر کي ونيسئ او ټولنیز واټن مراعات کړئ.

۶ - په کورنۍ کي مو د لوړ عمر لرونکو کسانو ته تر خپله وسه هڅه وکړئ ویټامین لرونکې مېوې او ګټور خواړه ورکړئ تر څو د بدن دفاعي سيستم یې پیاوړی سي.

۷ - د کرونا وایروس څخه د ځان ساتنې په موخه هیڅ ډول دستکشي مه کاروئ ځکه دستکشي د عامو او روغو کسانو لپاره هیڅ ګټه نلري بلکې کیدای سي د ناروغیو د انتقال لامل هم وګرځي دستکشي یوازي د طبي کارکوونکو لپاره دي.

۸ - ناروغانو ته د پوښتنې او ورتګ پر مهال ټولنیز واټن مراعاتول ډیر زیات مهم دی هڅه وکړئ ناروغانو ته ډیر مه ورنژدې کیږئ.

۹ - هیڅ ماشوم ته اجازه مه ورکوئ چي لاس مو مچ کړي او د خپلو کورونو ماشومانو ته هم اجازه مه ورکوئ چي کوم ځای ولاړ سي که بیا هم ځي باید ورته وویل سي چي د هیچا سره روغبړ په لاس مکوئ او مه یې هم لاس مچوئ.

۱۰ - دا چي د ګرمۍ موسم دی لاسونه ژر خوله کیږي او د ناروغیو او ميکروبونو لپاره ډیر مساعد وي نو په دوامداره توګه مو لاسو په صابون یا هم لاس مینځلو مایع پریولئ.

ددې ځیني کارونو ترسره کول ځکه اړین دي چي ډیری داسي کسان چي تاسو یې هیڅ فکر نکوئ کیدای سي په کرونا ویروس اخته وي او په کرونا ویروس اخته کسان که څه هم عراض او علایم ونلري بیا هم دا ناروغي د یو کس څخه بل کس ته انتقالیږي نو ځکه ډېر احتياط پکار دئ.

د حوصلې څخه مو مننه
نيکمرغه اختر ولرئ
که مو دا روغتیايي لارښووني خوښي سوې وي لومړئ یې خپله عملي کړئ وروسته یې له خپلو نورو ملګرو سره هم شریکي کړئ.