څنګه کولای سو خپل د ورک سوې ځیرک مبایل موقعیت معلوم کړو؟




لیکنه: صالح محمد هوتک
دلته د داسي یو اپلیکشن (Android Device Manager) په اړه ږغیدلې یو چې کولای سي ستاسو د ځیرک مبایل نه یوازي موقعیت معلوم کړي، بلکې کله چې ستاسو ځیرک مبایل ستاسو څخه لادرکه سوی ئي او یا مو یو ځای هیرکړی وي نو تاسو کولای سی مبایل بند (قُلف) کړئ، زنګ ورته ووهې او یا هم په مبایل کې ثبت سوې ټول مالومات او فایلونه له منځه یوسی.
که څه هم په زیاترو ځیرک مبایلونو کې دا اپلیکشن (Android Device Manager) له مخکې نه موجود وي خو که چیري نه وي نو تاسو کولای سی د Play Store   Googleڅخه ئې هم ترلاسه کړی.
د استعمال طریقه :
۱ – لمړی خپل په مبایل کې Settings ته ولاړ سی او هلته پر Security کلیک وکړی وروسته Device administrators  کلیک کړی او د Android Device Manager تر څنګ کلیک وکړی او چیک مارک ئې کړی.
۲ – که مو غوښتل چې د مبایل موقعیت معلوم کړی  نو باید مو د مبایل Location - On وي او که مو یوازي غوښتل د مبایل داخلې حافظه له منځه یوسی، مبایل ته زنګ ووهی او یا هم ټلیفون قُلف کړئ نو اړ نه یاست چې Location  مو On کړی.
۳ – خپل د Google Account (Gmail Account) ته به خپل د کمپیوټر له لارې او یا هم د بل ټلیفون له لارې داخل شی او تر هغه وروسته خپل د Profile پر عکس کلیک وکړی، هلته به My Account کلیک کړی او په هغه کې پر Find your phone باندې کلیک وکړی.
دلته به هغه مبایلونه تاسو ته وښودل سي کوم چې تاسو خپل Account پکښې خلاص کړی وي اوس نو تاسي کولای سی خپل ورک سوي مبایل پر نوم باندې کلیک وکړی تر هغه وروسته پر Locate کلیک وکړی که چیري ستاسو د مبایل Location-On  وي نو تاسو ته به ستاسو د مبایل موقعیت د نقشې پر مخ معلوم کړل سي.




اوس نو دلته بیا تاسو ته درې انتخابونه موجود دي.
Ring- که مو چیري پر Ring کلیک وکړی نو ستاسو مبایل ته به زنګ ووهل سي په لوړغږ باندې حتی که چيري زنګ بند (Silent) هم وي.
Lock- که چیري پر Lock کلیک وکړی نو ستاسو ورک سوی مبایل به Lock سي او استعمالوونکې شخص ته به میسج واستول سي چې مبایل د (Android Device Manager) لخوا بند کړل سوی بیا هغه شخص کولای هم سي چې د مبايل له اصلي خاوند سره په اړیکه کې سي.















Erase- که مو چیري پر Erase کلیک وکړی نو ستاسو په ورک سوی مبایل کې به ټول مالومات له منځه ولاړ سي بغیر د وصل سوی حافظې (میموري کارډ) نه.
نوټ:دا هر څه هغه وخت شونې دي چې مبایل مو د انټرڼیټ سره وصل وي یعنې مبایل مو انلاین وي او ستاسو په مبایل کې ستاسو (Gmail Account) خلاص وي.