حامدکرزی: اوسنۍ جګړه د پرديو د ګټو ده او افغانانو ته له ويجاړۍ پرته بل څه نه لري

روهي (يوه نۍ/۴ د غبرګولي)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر په مناسبت مبارکي وړاندې کړي او همدا ډول يې د اوسنۍ روانې جګړې په اړه ويلي دي. حامد کرزي اوسنۍ جګړه د پرديو د ګټو جګړه بللې ده. 

حامد کرزي په دغه اختريز پيغام کې ويلي دي چې تحميل شوې جګړې افغان ولس ته له بدبختۍ، ورانۍ او ويجاړۍ پرته بل څه نه دي  راوړي. 

"سږکال نېکمرغه کوچنی اختر په داسې حال کې نمانځو چې له بده مرغه د نړۍ د نورو هېوادونو ترڅنګ زموږ هېواد هم د کرونا ساري ناروغۍ له شیوع څخه رنځ وړي. له دغې ناروغۍ څخه د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د ساتنې لپاره د صحي کارکوونکو لارښونو ته په کلکه پاملرنه وکړئ او د اختر ورځې د خپلو کورنیو ترڅنګ له خوښیو نه په ډکو شېبو کې ونمانځئ."