منزل ته تر رسېدو وړاندي لاهم مزلونه شته!

د خوښئ ځاى ده چې په دريم ځل د ستونځمنو ټاکنو او جنجالي پايلو له اعلان او ولسواکي ته له اوښتو مادى او معنوي زيانونو وروسته بيا هم د څو مخورو افغاني شخصيتونو د نه ستړې کېدونکو هڅو او هاند په پايله کې د پرديو له شتون پرته په اغيزمنه افغاني بڼه زمونږ په هیواد کې هغه سياسي ناورين پاى ته ورسېده چې زمونږ ملي يووالي ته ګواښ ګڼل کېده. د خواشيني او ژور تأسف مقام ده چې زمونږ ولس بيا بيا له ډيرو ملاحظاتو سره سره د ملي يووالي د پياوړتيا او د نظام د بقا لپاره اساسي قانون او ملي ارزښتونو باندي د مشرانو لخوا يوازې د واک او امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره د خپلو رأيو په سر د معاملې ننداره کوي.
 
واى که غر لوړ هم ده خو په سر يې لار شته.
که مونږ د جګړو د ختمولو لپاره همدغه نوښت په کار واچوو نو لرې نه ده چې يوه ورځ به داسې هم وي چې د جګړو ټولې خواوې اعتراف وکړي چې سوله له جګړې څخه سپيڅلي ده.
 
مونږ د افغانانو ترمنځ د شخړو او تاوتریخوالي د هواري يوازنئ لاره د افغاني وياړلي دود په خپلولو سره په افغاني غولي او په افغاني جرګه باندي شونئ ګڼو. په دواړو خواو غږ کوو چې په راتلونکې کې ددغه ډول سياسي کړکېچ د مخنیوي لپاره همدا اوس عملاً لاس په کار شي، د شونتيا ترکچې له تقلب او درغليو څخه پاکو شفافو او خپلواکو ټاکنو د تر سره کولو په موخه اړين ګامونه پورته کړي. د ملي يووالي حکومت تيروتنې او ناندرئ تکرار نکړي.
 
له ټاکنيزو نادريودا مهال د حکومت په وړاندي تر ټولو ستره ننګونه تلپاتي سولې ته رسيدل او د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره د قرباني او قيمت ټاکل دي. هدف مو سوله ده او دغه هدف ته له رسېدو مخکې لاهم مزلونه شته. هيله مو داده چې داکټر صاحب عبدالله عبدالله د مصالحې د شورا د رئیس په توګه خپله انرژي د تصادم او تقابل پرځاى له طالبانو سره په بين الافغاني هوکړه او د حکومتي شريک په توګه د راتلونکو ټاکنو لپاره د يوه منل شوي داسې ميکانيزم په تيارولو ولګوي چې د تقلب درغلئ او جعل نيمګړتياوې ونلري.
 
په پوره باور سره ويلاى شو چې زمونږ په هیواد کې د پرديو ځواکونو شتون د جګړو يوازنى نه، بلکه يو لامل وه. اصلاً مو کورنئ ستونځې د جګړو بنسټ جوړوي او په دغه تړاو د واک په سر د جګړو اوږد شاليد لرو. زمونږ غوښتنه داده چې د طالبانو په شمول افغان حکومت او سياستوال د واک په سر جګړو ته د زور ورکولو پرځاى د بين الافغاني مذاکراتو بهير ته ننوزي، شخصي، حزبي، سمتي او داسې نورې غوښتنې او تاکتیکي مانورې پرېږدي چې د بين الافغاني مذاکراتو د بريا په وړاندې خنډ جوړيږي. له هوايي او خيالي نړئ څخه راووزي، د حقائقو په هنداره کې وګوري، د وخت او ځانګړې زماني مقطع حساسيت درک کړي، لاس ته راغلئ فرصت غنيمت وګڼي، په خيالي جنت کې اوسيدل پريږدي. د ديوال د ليک لوستلو جرئت شجاعت او شهامت وکړي.
 
پرېنږدي چې د سياست، سولې او نظام جوړونې په برخه کې يو ځل بيا ناکام شي او نړيوال مشران يې لکه د ټرمپ غوندې يوازې د ښو جنګياليو په نوم ياد کړي.
 
بين الافغاني مذاکراتو ته اجندا جوړه او هوکړې ته د رسيدو لپاره مناسب وخت وټاکئ او په دغه موده کې بشپړ اوربند ته ژمن واوسئ. بس همدغه کار د ولسي هيلو او توقعاتو محوريت جوړوي.
 
ذيدخله ټول اړخونه باید پوه شي چې د هغوى هره کړنه تاريخ په خپله بې پرې سينه کې خوندي کوي، تکاملي ټړاوونه وهي او راتلونکې نسلونه به د هغوى په هکله له دين او هيواد سره د جفا کونکو ډلو په توګه قضاوت وکړي.
 
پرون مو هم ويلي نن هم وايم او که ژوند راسره ملتيا کړې وه، نو سبا ته به هغوى هم راسره ملګري وي چي د افغانانو ترمنځ اوسنئ جګړه قطعاً د حل لاره نه ده.
 
له امریکا سره سوله او له افغان ځواکونو سره جګړې طالبانو ته نه جبرانېدونکي زيان ورساوه. د جګړو او د يو بل د حذف او نفى کولو دريز هيڅ کله هم د ستونځو حل لاره نشي ګرزيداى. له امریکا سره تر هوکړې وروسته د طالبانو لخوا د افغانانو ترمنځ جګړو ته زور ورکول او د سولې د هڅو د چټکتیا پرځاى د ولسمشر غني لخوا اردو ته د تعرضي جګړو حکم معکوسه نتیجه ورکړه.
 
که له خيالي هوا څخه راکوز او هاخوا ديخوا نظر واچوو، نو پوهيږو چې مونږ د نړئ د پرمختګونو له کاروان څخه خورا زيات وروسته پاتې ملت يو، ځکه چې مونږ خپل هیواد ورانوو، مونږ خپل افتخارات پلورو، مونږ د هغو هېوادونو په خيرات چليږو چې مونږ يې زمونږ د مټو په زور مات شوي او يا فتحه شوي هيوادونه ګڼو. مونږ د ځمکې د کُرې په پرمختګ کې هېڅ ونډه نه لرو، مونږ د نړيوالې سيالئ په ډګر کې د نورو پر اوږو پروت بار يو. بالاخره مونږ د نړيوالې تربګنئ په کلي هسکه غاړه نشو ګرزيداى، خو په زغرده وايم چې مو جګړه ختمه او د يو پياوړي نظام بنسټ کيښوده نو بيا زړه غټوم، بيا سترګې غړوم بيا د پامير د غره له څوکې څخه د خپل له برمه ډک ولس او خپل ځوان نسل په همت متانت او شجاعت باور لرم چې دغه توپاني بيړئ د نجات ساحل ته رسولاى شي.
 
 که له احساساتي قضاوت څخه تیر شو، خپل تاریخ ته ځير شو، د ماتیدونکو دولتونو حالت ته ښه پام وکړو، له ځان څخه پوښتنه وکړو چې ولې نور ملتونه زمونږ په پرتله کمې ناخوالې لري؟ نو د ټولو پوښتنو ځواب یو دی او هغه دا چې جګړه د ټولو ستونځو بنسټيز لامل ده او تر څو چې سوله په هیواد کې رانه شي همدا به مو حال وي.
 
ټولې ذيدخله خواوې هغه مهال د بريا لوړو څوکو ته رسيداى شي چې د تزلزل، تذبذب، د شخصي توکمیزو، ژبنيو، ګوندي ګټو لپاره د امتیازاتو غوښتلو رقابتونو پريږدي. په ملي روحيه هيوادنئ مينې، افغاني هوډ او ايماني فراست د د افغانانو ترمنځ د سولې له اوسنئ وبا سره د اغيزمنې مبارزې او په نظام کې د موجودو ستونځو او پراخ فساد په وړاندې مبارزې ته ملا وتړي. د احساساتو له خيالي نړئ څخه د حقائقو ډګر ته راووزي. سپيڅلې عقيده متين عزم او د خلکو ملاتړ له ځان سره ولري. په ژمنو باندي عمل وکړي، د يو بل له توهين څخه په کلکه ډډه وکړي، د خبرو په پرتله عملي کار ته لومړيتوب ورکړي، د خپل هيواد د ټولنيز جوړښت په هکله پوهه ولري او د ټولنې هره طبقه د خپلو وړتیاو په کچه مسئوله وګڼي. د جګړې په کولو واک ته رسيدل منفور او معيوب عمل او کورنئ جګړه د ستونځو د زيږيدو د ملي يووالي د ټکني کيدو او د هيواد د کنډواله کيدو لامل وګڼي. د ولسي ملاتړ لپاره په عام فهمه ولسي ژبه، خو په واقعيتونو ولاړه او متمائلې تګلارې وړاندي کول اړين کار ده. ولسي ملاتړ د بريا ترلاسه کولو لپاره بنسټيز اړخ جوړوي ،نو ځکه په همدغه ډول تګلارو وړاندي کولو سره مونږ کولاى شو ولس ته د پراخ رول لوبولو په شکل د مشارکت احساس ورکړو. شک نشته چې د ژوند کولو لپاره مونږ د نورو خلکو مرستو ته اړتيا لرو، خو مرسته ترلاسه کول هغه مهال ګټوره ده چې د مرستو د لګښت لپاره خپل پلان ولرو. په خوږه ژبه او نرمه لهجه مو د ستونځو د ژوروالي په تړاو د ولس پوهول تر بريا رسوي، خو آمرانه لهجه کارول ستونځو ته لاره هواروي. ولسونه باید د عمل په ډګر کې وويني چې مشران يې شخصي اجنډا نه، بلکې له هر ډول فساد څخه پاک ملي موخې لري. د شعارونو، لوړو دعوو او ډيرو چيغو څخه هيواد او ولس ته کار کول ارجحيت لري.
 
په سياست کې تلپاتې دښمن او دوست شتون نه لري نو اړينه چې مونږ خپلې تګلارې تعاملات او چلن د وخت له غوښتنو سره سم متمائل، د سمون او بدلون لپاره اماده کړو. له نورو ټولنو او توکمونو سره په ناسته پاسته کې باید مشترکات ولټوو او د مشترکاتو په بنسټ ګډو موخو ته د رسيدو او د ګډو دښمن په وړاندې په ګډه مبارزه وکړو. په سپيڅلو شعارونو دعوو او هسکو چيغو باندي اوس خلک بې باوره شوي دي. اړتیا ليدل کېږي چې د خبرو پرځاى عملي ګامونه پورته کول پيل او له همدغې لارې څخه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړو. په سياسي ډګر کې د ښه مديريت کولو وړتیا په عيني واقعيتونو ولاړ پلان جوړول او نوښت د بريا لاره ده. په عملي سياست کې تر څه وړاندې د داسې کاري ټيم جوړول اړين دي چې له کره پيژندو او ازموينې وروسته دنده ورته وسپارل شي.
 
مونږ يوه اصطلاح کاروو چې دلته خو قحط الرجال نه ده. سمه ده چې په افغانستان کې د اشخاصو قحط نشته خو باید ومنو چې دلته د څلورو لسیزو پرله پسې جګړو له امله د ظرفیت جوړولو په ګډون زمونږ ټول بنسټونه نړيدلي دي او همدا لامل ده چې مونږ د کار خلک کم لرو. نو ځکه ويلاى شو چې مونږ باید د کار د خلکو په وړو سهوو باندي سترګې پټې کړو او کله خو يې له شرميدو څخه د ژغورنې لپاره سهوې توجيه هم کړو. که د تيرو دوو لسیزو واقعاتو باندي يو وړوکئ مکث وکړو نو پوهيږو چې واک ته د رسيدلو او د خپل حق ترلاسه کولو لپاره زور، زر او ولسي ملاتړ اغيزمن ثابت شوي دي، خو تر ټولو ځواکمن او باوري اړخ يې ولسي ملاتړ وه.
و من الله التوفيق.