بهرنيو چارو وزارت: سيند ته د افغان کارګرو غورځېدو په اړه د افغان او ايراني پلاوي پلټنې بې پايلې پای ته ورسېدې

روهي (نۍ/۳ د غبرګولي)، د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وايي چې سيند ته د افغان کارګرانو د غورځولو په اړه د افغان حکومت او ايراني پلاوي ټاکل شويو پلاويو چارې او پلټنې بې پايلې پای ته رسېدلي دي. 

بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد ويلي دي چې اوس هم د ډپلماټيکو لارو هڅې روانې دي ترڅو د يادې پېښې په اړه کره مالومات پيدا شي. نوموړي ويلي دي چې ايران به يو بل پلاوی افغانستان ته راولېږي. 

د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې په حقوقي او نړيوالو چارو کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په مشرۍ يو بل پلاوی د  يادې موضوې د څېړنې په پار افغانسنان ته راشي.