
روهي (جمعه/۲ د غبرګوالي)، د پاکستان حکومت امريکا متحدو ايالتو د طبي وسايلو مرستې لېږلي دي. کرونا ويروس د مبارزې لپاره د پاکستان حکومت له خوا متحدو ايالتو ته ماسکونه، ساتونکې جامې او نورو وسايلو مرسته کړې.
د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو په يو ټوېټ کې د پاکستان حکومت له دغه مرستو مننه کړې او دا يې بشر دوستانه مرستې بللې دي. پمپيو په ټوېټر ليکلي دي چې دا ډول مرستې کرونا ويروس پر وړاندې د پاکستان او امريکا د ګډې مبارزې ښکارندوي کوي.
پاکستان په داسې وخت کې له امريکا سره د کرونا ناروغانو د درملنې او د دغه ويروس د مخنيوي مرستې کوي، چې په خپله پاکستان کې ۵۰ زره کسان په دې ويروس ککړ او تر زرو نورو ژوند يې اخېستی دی.