۹۰ کسان په کې سپاره وو؛ يوه پاکستانۍ الوتکه له کښېناستلو يوه دقيقه وړاندې نسکوره شوه 

روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، د پکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس يوه پاکستانۍ الوتکه چې له لاهور يې کراچۍ ته الوتنه درلوده له کښېناستلو يوازې يوه دقيقه وړاندې نسکوره شوې ده. 

ويل کيږي چې ياده الوتکه کې ۹۰ کسان سپاره وو او الوتکې اور اخېستی دی. دا چې څومره کسان وژل شوي او سوځېدلي دي تر اوسه يې کره شمېر نه دي ورکړل شوي. 

د کراچي هوايي ډګر مسوولين وايي چې د الوتکې د کښېناستو يوه دقيقه وړاندې ور سره اړيکه غوڅه شوه. سيمې ته روغتياپالان او امبولانسونه رسېدلي دي. 

تر اوسه د دغه الوتکې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی.