د کرونا ويروس د خپرېدو مرکز بلل کيږي؛ چين ووهان کې د وحشي ژويو ښکار، خوړل او سوداګري بند کړه

روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، د چين حکومت هغه وخت چې  ووهان ايالت کې يې کرونا ويروس خپره شوه، هلته د وحشي ژويو پر سوداګرۍ بنديز ولګولو، خو اوس يې د دغه ژويو ښکار، خوړل او سوداګري درې وړاه بند کړي دي. 

د چين حکومت د هغه حيواناتو او يو شمېر بحری ژويو لېست خپور کړی دی چې بنديز پرې لګول شوی دی. انګېرنه داسې ده چې کرونا ويروس د چين ووهان کې د وحشي ژويو له يو مارکېټ خپور شوی دی. 

له کرونا ويروس وړاندې د سارس  په نوم يو ناروغۍ له چين خپره شوه او نړۍ کې يو شمېر کسان ووژل. ويل کيږي هغه ناروغي هم د وحشي ژويو د خوړولو او ښکار له امله رامنځ ته شوې وه. 

چين کې د بيلا بيلو بحري او وحشي ژويو ترڅنګ، د موږکانو، سپيو، خرو او پيشوګانو غوښې هم خوړل کيږي او هلته د غذا په ډول دوديز خواړه شمېرل کيږي.