له ۶۰ کالونونو فعاليت وروسته،  (اکسفام) نړیواله خیریه مؤسسه افغانستان کې خپل دفتر تړي 

روهي (جمعه/۲ د غبرګولی)، د اکسفام په نوم يوه نړيواله خيريه موسسه چې له ۱۹۶۱ کال راهيسې یې په افغانستان کې دفتر درلود او فعاليت يې کولو، اوس يې پرېکړه کړي چې افغانستان کې خپل دفتر وتړي، کارمندان رخصت او فعاليت ودروي. 

د اکسفام موسېسې مسوولين ويلي دي چې دغه پرېکړه يې د کرونا ويروس او بودجې د کمښت پر اساس کړې ده. اکسفام له افغانستان سربيره د نړۍ په ۱۸ هېوادونو کې څانګې درلودې او خيريه چارې يې تر سره کولې. 

دغه موسسه به د افغانستان  په شمول  تایلنډ، سریلانکا، پاکستان، تاجکستان، هایتي، دومینکن، کیوبا، پارګوای، مصر، تانیزانیا، سوډان، بورندوی، رواندا، سرالیون بنین، لیبریا او موریتاني هېوادونو کې خپل دفترونه وتړي. 

دغه خيريه نړيوالې موسېسې د ښوونې روزنې ترڅنګ ځيني نورو برخو کې په افغانستان کې نېږدې ۶۰ کاله فعاليت کړی دی.