هزاره پلټونکی پلاوی: د کابل امينه قومندان، ملي امينت رئيس او کابل کې لسګونه نور امنيتي مسوولين بايد څارنوالۍ ته معرفي شي 

روهي (جمعه/۲ دغبرګولي)، نېږدې دوه مياشتې وړاندې کابل ښار لوېدېځه برخه کې د عبدالعلي مزاري د مړينې پر لمانځ غونډه وسله وال بريد وشو، چې لسګونه کسان په کې ټپيان او ووژل شول. داعش ډلې د ياد بريد مسووليت واخېست.  

افغان حکومت د يادې پېښې د پلټنې په پار د ولسي جرګې د ځينو غړو او د مزاري د مړينې د تلين مراسمو کمېسیون غړو ګډ کمېسيون جوړ کړ ترڅو د يادې پېښې په اړه پلټنې تر سره کړي. 
ياد پلاوي تېره ورځ خپل راپور وړاندې کړ، چې په کې لويې څارنوالۍ ته  د کابل امنيه قومندان، ملي امنيت رئيس، د کابل د امنيت ښاري مرستيال، د ملي امنيت د لومړی زون مدير او يو شمېر نورو امنيتي کسانو د معرفي غوښتنه شوې وه. 

دغه پلاوي د هغه ودانۍ ساتونکی او هلته د معاملاتو د لارښوونې يو دفتر مسوول هم څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، چې وسله والو ترې بريد کړی وو.