ايفون موبايل په ماسک (پوزبند) کې هم د خلکو څېرې پېژني 

روهي (جمعه/۲ د غبرګولي)، د آپل کمپنۍ ايفون موبايلونه د خلاصېدو او يا دننه کېدو يو څو لارې لري چې له هغوی يوه هم د مشخص کس د څېرې پېژندل دي. ايفون د مشتري څېره ثبتوي او هرکله چې مشتري يوازي ايفون موبايل خپل مخه ته ونېسي نو موبايل خلاصیږي. 

نړۍ کې  د کرونا ويروس ه خپرېدو سره خلک اړ شول چې ماسکونه يا پوزبندونه واغوندي او دا چاره لامل شوه چې ايفون موبايلونه ماسک پټې څېرې تشخيص نه کړي. د ايفون کارونکي اړ وو چې د ايفون د پرانېستلو په پار ماسک لېرې کړي. 

د يو شمېر شکايتونو وروسته آپل کمپنۍ په خپلو ايفونو موبايلونو کې عامل IOS سېسټم تازه کړ چې له لارې يې مشتريان اوس کولی شي د ماسک او پوښلي مخ سره هم خپل ايفون موبايل پرانېزی. 

آپل کمپنۍ له ګوګل سره يو ځای داسې يو پروګرام هم رامنځ ته کړی، چې که چېرې په څومترۍ کې په کرونا ويروس ککړ کس شتون ولري، نو د ايفون کارن ته خبر ورکول کيږي.