کابل ښاريان به سږنی اختر چېرته تېروي؟ 

روهي (نۍ/۲ د غبرګولي)، د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په پار د افغان حکومت کابينې پرېکړه کړې ده، چې  د کوچني  اختر په شپو- ورځو کې به کابل ښار کې بشپړ ګرځ‌بندیز وي. عامې روغتيا وزارت هم له خلکو غوښتي دي چې د اخترو مبارکيو او يو - بل کرو ته د ورتګ څخه ډډه وکړي. 

د افغان حکومت د کابينې د پرېکړې پر اساس کابل ښاريان اړ دی چې سږنی اختر خپلو کورونو کې تېر کړي ی او له هر ډول ګرځېدو - راګرځېدو ډډه وکړي. 

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د دغه پرېکړې د پلي کولو په اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، ”پولیس دنده لري چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کېدو په خاطر ټولې عمومي او فرعي لارې وتړي. په پلازمېنه کې ټولو ښاریانو ته زموږ پیغام دا دی چې د دې پرېکړې په بنسټ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ده چې یو لوی ګواښ دی، په خپلو کورونو کې پاتې شي او له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي."

پلازمېنه کابل کې د هېواد د بل هر ولايت په پرتله د کرونا ډېرې پېښې ثبت شوې دي. عامې روغتيا وزارت پر خلکو غږ کړی دی چې که چېرې روغتيايي لارښوونې پلي او عملي نه کړي ی نو هېواد کې به روغتيايي بحران رامنځ ته شي.