د ولسي جرګې يو شمېر غړي: له دې وروسته به ولس په ټاکنو کې برخه نه اخلي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د ولسي جرګې يو شمېر غړو د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د واک د وېش په پار د سياسي هوکړې مخالفت کړی او دا يې په افغانستان کې د ديموکراسۍ جنازه بللې. 

وکيلان وايي چې دغه دوه سياسي مشرانو د ولس رايو ته سپکاوی وکړ او د ټاکنو بهير يې افغانستان کې بې باوره کړ. له دې وروسته به نور ولس په ټاکنو کې برخه وانه خلي ځکه چې د ټاکنو په پای په رايو معامله کيږي.

له دې وړاندې يو شمېر سياسي شنونکو هم د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د سياسي هوکړې مخالفت کړی، خو په لويه کې په کرو دننه او بهر کې د دغه جوړجاړی هرکلی وشو.