د امريکا دفاع وزارت: پاکستان اوس هم له طالبانو ملاتړ کوي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته په درې مياشتني راپور کې ويلي دي، چې پاکستان د طالبانو له ډلې چې افغانستان کې سخت دريځي کوي اوس هم ملاتړ کوي. 

دغه درې مياشتنی راپور دوه ورځې وړاندې سپارل شوی او په کې ويل شوي دي، چې د پاکستان حکومت پاکستان دننه د يو شمېر وسله والو ډلو او افغانستان کې د طالب وسله والو په ملاتړ کې لاس لري. 

پاکستان په وار - وار هغه ادعاوې رد کړي دي چې  ګواګي په افغانستان کې ناامنۍ کې لاس لري او د طالبانو په څېر د ځينو نورو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.