دغه کس ولې يوه ۱۶ کلنه او بله ۱۸ کلنه خپلې دوه د تره لورګانې ووژلې؟ کيسه يې دلته ولولئ

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د بي بي سي د خبر اړوند د  محمد اسلم په نوم يو کس شمالي وزيرستان کې خپلې دوه تره لورګانې تېره اوونۍ د ناموسي بدنامۍ پر اساس وژلې وې. د مالوماتو پر اساس د  محمد اسلم د دوه تره لورګانو وېډيو پر ټولنيزو رسنيو خپره شوه او نوموړي څو ورځې وروسته خپلې دواړه تره لورګانې ووژلې. 

دغه پېښه تېره اوونۍ د شمالي وزيرستان په  شامپلان کړیوم  نومي کلي کې شوې وه. وژل شوې نجونې ۱۶ او ۱۸ کلنې وې. دوی په يوې ويډيو کې راغلې وې چې يو پردۍ سړی هم ور سره ښکاري. 

دغه قضيه کې پوليسو هغه کس چې له نجونو سره وو، ويډيو اخېستونکی او يو شمېر نور کسان هم نېول شوي دي. پوليس وايي د پېښې په اړه يې ژور څېړنې پيل کړې دي. د بشري حقونو نړيوالې ادارو دغه او پاکستان کې دغه ورته پېښو په اړه اندېښنه ښوودلې ده. 

بي بي سي د دغه پېښې اصلي کيسه په دې ډول ليکلي: 
"دا جنجالي ویډیو ۵۲ ثانیې ده او ویل کېږي‌ چې تېر کال ثبت شوې ده، خو څو اوونۍ وړاندې پر خواله رسنیو را څرګنده شوه.‌
په ویډیو کې د عمر ایاز په نامه یو ۲۸ کلن کس بهر په کرونده کې له دې دوو نجونو سره لیدل کېږي، چې دی یې ښکلوي.‌
عمر ایاز هم اوس نیول شوی دی او د فحاشه ویډیو کلپ جوړولو تور پرې لګېدلی.
د ده په اړه ویل کېږي‌ چې واده یې کړی او ۲ ماشومان هم لري.
په ویډیو کې یوه دریمه ښځه هم شته،‌ چې عمر ایاز یې نه ښکلوي.‌ دا ښځه تر دې دمه لادرکه ده.
د دې دریمې ښځې په اړه ویل کېږي چې دوو نجونو وژونکي محمد اسلم مېرمن ده.
د فدا وزیر په نامه هغه کس چې پر خپل موبایل یې دا ویډیو جوړه کړې وه،‌ هم د پولیسو لخوا د فحاشه ویډیو خپرولو په تور نیول شوی دی.‌
د یوې وژل شوې نجلۍ پلار او د بلې هغې ورور هم په دې تور نیول شوي دي‌ چې پولیسو ته یې د پېښې رپوټ نه و ورکړی او ثبوتونه یې پټ کړي وو.‌"