
روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د وروستيو شمېرو پر اساس نړۍ کې پر کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر تر پنځه مېلېونه واوښت. تر اوسه دوه مېلېونه کسان له دغه ناروغۍ رغېدلي دي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د نن ورځې وروستۍ شمېرې ښيي چې د کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر له پنځه مېلېونه ډېر شو او د مړو شمېر له ۳۰۰ زره پورته شوی دی.
په کرونا ويروس د ککړو کسانو تر ټولو ډېر شمېر چې نېږدې يو نيم مېلېون ګيږي او ۹۰ زره يې وژلي دي په امريکا متحدو ايالتو کې دي.