په يو ساعت کې چټکتيا ۱۹۰ کیلومتره ده؛ توپان او سختې بوړبکۍ هند او بنګلادېش کې درې مېلېونه وګړي کډوال کړل 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبررګولي)، تېره ورځ د هندوستان او بنګلادېش په ساحلي سيمو کې سختو توپانونو او بوړبکۍ چې چټکتيا يې په يو ساعت کې ۱۹۰ کيلو متره وه، په مېلېونه خلک بې ځايه کړی دی. 

هندي او بنګلاديشي چارواکو ويلي دي چې دغه توپان به ساحلي سيمې او همدا ډول به تر ۲۵ کيلومتره نورې سيمې هم لاندې کړي. دغه توپانونو او بوړبکۍ  درې مېلېونه وګړي بې کوره کړي او حکومتونو امن ځايونو ته انتقال کړي دي. 

د شويو سروي ګانو اړوند د هندوستان او بنګلادېش په ساحلي سيمو کې ۵۸ وګړي ژوند کوي چې عمده کار او بار يې د کبانو نېول دي. بنګلادېش کې د ځايي خلکو تر څنګ تر يو مېلېون روهینګیایي کډوال هم له دغه ګواښ سره مخ دي.