ادب او مينيماليزم



په ادبياتو کي د مينيماليزم مکتب (movement)  په ۱۹۶۰ ـ ۱۹۸۰ کلونو کي رامنځ ته سوی دئ. کره کتونکي د مينيماليزم مکتب د پوسټ موډرنزم تر اغېز لاندي ګڼي او د دغه مکتب درې پړاوونه ئې ښوولي دي. د لومړی پړاو تر ټولو مخکښ ليکوال ارنيسټ هېمينګوې دئ، چي په خپل ځانګړي سبک ئې د دغه مکتب ور پرانيستی دئ. ساده ډيکشن (د کليمو انتخاب، استعمال او له ژبي سره چلند)، د لنډو او بسيطو جملو کارول ئې د سبک ځانګېړني دي. دا چي هېمينګوې ژورناليست وو، نو ځکه ئې په کيسه ليکنه کي هم له مبالغې (hyperbole)، احساساتي، تفصيلي او غيري ضروري خبرو ډډه کول. د غيري ضروري ټکيو پر ځای د لوستونکو د پوهېدا په خاطر ځيني نښي پرېږدي. حتی ځيني کره کتونکي په دې باور دي، چي هېمينګوې کله کله ځيني اړين ټکي هم حذفوي، چي بايد لوستونکی خپله د موضوع عمق ته ځان ورسوي او هر لوستونکی خپل برداشت ورڅخه واخلي.
 
هېمينګوې د غيري اړينو ټکو له منځه وړه د ښې ليکوالۍ ځانګړتيا بلل. د مينيماليزم اړوند هېمينګوې د Iceberg Theory وړاندي کړه، چي ياد مکتب ته ئې ښه لاره هواره کړه. آيسبرګ (Iceberg) په بحر کي د يخي هغه ټوټې ته وايي، چي د وخت په تېرېدو اوبو له يخچال څخه رابېلي کړي وي. د آيسبرګ لږ برخه له اوبو لوړه او ډېره برخه ئې تر اوبو لاندي وي. هېمينګوې په دې نظر وو، چي د کيسې اصلي معنا بايد په سطحي کليماتو کي ځان ښکاره نه کړي ، بلکي د آيسبرګ په څېر په ضمني توګه يو اشاره پرېږدي او د اصلي معنا له پاره بايد لوستونکي د کيسې عمق ته ولاړ سي. د هېمينګوې دغه نظريه په  Theory of Omission هم مشهوره ده. ښايي موږ ورته د حذف نظريه ووايو. د ده په نظر ښه ليکوال هغه دئ، چي ځيني مهم اطلاعات په داسي ډول حذف کړي، چي کيسې ته تاوان و نه رسوي. د دې ښېګڼه به دا وي، چي لوستونکو ته به د خپل برداشت اخيستلو فرصت ورکړي او متن به د يوې پر ځای څو معناوي خپلي کړي وي. جانسټن (Johnston) په خپله علمي مقاله (Hemingway and Freud: The Tip of the Iceberg) کي د هېمينګوې د يوې ناچاپ سوي مقالې (The Art of Short Story) په حواله ليکي، چي هېمينګوې وايي: که ځيني داسي معلومات يا پېښي حذف کړئ، چي تاسي په خبر ياست، دا کيسه قوي کوي، خو که دا سي يو څه د خپلي ناپوهۍ په خاطر ليري کوئ،  دغه چاره کيسه بې ارزښته کوي. د همېنګوې په نظر په کيسه کي، ليکوال بايد يو څه ليري کړي، نه ايډيټر. د هېمينګوې له دې خبري دا اخيسته کېږي، چي د حذف چاره بايد په سيستيماتيکه توګه تر سره سي.
 
د مينيماليزم دوهم پړاو د ۱۹۸۰ کلونو په شا و خوا کي د رېمنډ کاروَر(Raymond Carver) له ليکنو سره راپيلېږي. کاروَرته د امريکايي شېخوف خطاب کېږي. د ډرټي رياليزم شاه او د مينيماليزم مکتب پلار باله سي. د کاروَرله ليکنو سره د مينيماليزم مکتب نور پيروان هم پيدا کړل، چي ريچرډ فورډ (Richard Ford)، ريچرډ باوش (Richard Bausch)، ټوبايس ولف (Tobias Wolff)، جېن ان (Jayne Anne) کورمک  مِکـــکارتي(Cormac McCarthy) ئې نوموتي څهرې دي.
 
کاروَرپه خپلو ليکنو کي ايپيپاني (Epiphany) ډېره کارول، چي د مينيماليزم پر مکتب يوه نوې زياتونه وه. ايپيپاني هغه حالت ته وايي، چي د کيسې کرکټر له يوه داسي حالت سره مخ سي، چي په خبرېدا او پوهه ئې د کرکټر ټول فکر ته تغير ورکړي. د ادبي اصطلاحاتو قاموس (A Glossary of Literary Terms) د سټيفن (Stephen) په قول ايپيپاني ناببره روحي اګاهي بولي. کاروَرهر څه لوستونکي ته په سطحي توګه په لاس نه ورکوي. لوستونکي ته د فکر کولو فرصت ورکوي او د ايپيپاني په مرسته ئې په داسي يوه خالګاه کي پرېږدي، چي لوستونکی ئې په خپل تعبير بايد ډکه او معنا ورڅخه واخلي. کاروَرله غايب راوي څخه کار اخلي، چي خپله راوي هم بايد د لوستونکي غوندي کيسې ته ځير سي. د دې پر څنګ کاروَرهم په خپلو کيسو کي د هېمينګوې په څېر ورځنۍ جزي پيښي ترسيموي.
 
د مينيماليزم د درېيم پړاو سرلاری فريدريک بارتلمي (Frederick Barthelme) باله سي. بارتلمي په خپلو کيسو کي د منځنۍ طبقې عادي خلکو ورځني ژوند ته انعکاس ورکوي. زيات مفاهم په لنډه توګه وړاندي  کوي. کره کتونکي ئې ليکني د کاروَرپه پرتله طبيعي بولي. بارتلمي هم لوستونکو ته په اسانه او سطحي توګه بشپړ مفاهم په لاس نه ورکوي. ليکني ئې يو ډول معما ته ورته دي. لوستونکو ته ځيني نښي پرېږدي، او د هغه نښو په مرسته لوستوکي بايد د موضوع عمق ته ځان ورسوي،  معما حل معنا ورڅخه واخلي. اېمي هيمپېل، (Amy Hempel)، بابي ان مېسون (Bobbie Ann Mason)، چارليس مايکل پالَنيک (Charles Michael Palahniuk) د مينيماليزم مکتب پیروان ول، چي د بارتلمي په عصر کي ئې ژوند کاوه.
 
که څه هم په امريکايي ادبياتو کي مينيماليزم مکتب شهرت وموند، خو ډېرو کره کتونکو بيزاري ورڅخه ښوول، چي خپله رېمنډ کاروَر(Raymond Carver) او فريدريک بارتلمي (Frederick Barthelme) هم نه خوښوي چي مينيماليسټ ليکوال و ګڼل سي.
 
د ادبي مينيماليزم ځانګړتياوي:
کره کتونکو لاندي ځانکړني په ادبياتو کي د مينيماليزم مکتب ښوولي دي.
  •  لنډي او بسيطي جملي کارول: کره کتونکي د ميمنيماليزم د مکتب يوه ځانګړتيا دا ښيي، چي جملې بايد لنډي او ډېر کله بسيطي وي. معترضه جملې را نه وړه سي. جملې بايد يوه له بلي سره داسي و ګڼډل سي، چي يوه د بلي معنا پوره کړي.
 
  • ورځني او عادي موضوعات را اخيستل: مينيماليست کيسې عادي او ورځني موضوعات رانغاړي، کرکټرونه ئې هم عادي خلک وي. مرکزي کرکټر ئې د حماسې د اتل غوندي جامع الکمالات، شهزاده او حتماً د اشرافو له طبقې نه وي.
 
  • له غايب راوي څخه استفاده کول: ليکوال ډېره کله له غايب راوي څخه استفاده کوي، تر څو راوي هم د لوستونکي په څېر کيسې ته متوجه و اوسې. که څه هم ډېر کم له لومړي راوي څخه استفاده کېږي، خو کره کتونکي غايب راوي د مينيماليزم د مکتب ځانګړنه ښيي.
 
  • له انريلايبل نرېټر (Unreliable Narrator) څخه استفاده کول. (کېدای سي موږ ورته غيري ثابت راوي(؟) ووايو.) انريلايبل نرېټر يا غيري ثابت راوي هغه راوي ته وايي، چي ډېره تکيه نه سي پر کېدای. په کيسه کي لوستونکي ته شکونه پرېږدي، تر څو خپله لوستونکی فکر وکړي او خاليکاوي ډکي کړي.
 
  • کيسه ساده او مختصره روايتول: کيسه بايد لنډه روايت سي. د کيسې ژبه بايد ساده وي، يعني له اضافه کليمو او ادبي صنعتونو څخه ډډه وسي. ډېر کم صفتونه استفاده سي، که له صفتونو استفاده کېږي، بايد له مبالغې خلاص وي. هغه مفاهم، چي په نورو کيسو کي ئې ليکوال په دوو يا درو جملو کي افاده کوي، په مينيماليست کيسو کي هغه فهم په يوه جمله کي تداعي کېږي.
 
  • د کرکټرونو په اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه کول، يعني ليکوال په کيسه کي بايد د کرکټر د فکر، احساساتو او شخصيت په اړه مستقيم معلومات وړاندي نه کړي. پرېږدي چي لوستونکی له خپل فکره کار واخلي او د کرکترونو د شخصيت په اړه پرېکړه وکړي. نه يوازي د کرکټرونو په اړه، بلکي په مينيماليست کيسو کي ليکوال له هر ډول مستقيم معلومات ورکولو ډډه کوي.
 
  • ډايلاګونه کم وي.
 
  • له تحليل او پرېکړي ډډه کول: په کيسه کي ليکوال د کرکټرونو، د کرکټرونو د کردار او پېښي په اړه خپل تحليل او پرېکړه نه وړاندي کوي، بلکي لوستونکي ته ئې پرېږدي.
 
  • له مبالغې ډډه کول: دا چي په مينيماليست کيسو کي موضوعات، پيښي او کرکټرونه د عادي ژوند او عادي خلکو وي، نو ځکه ليکوال له مبالغې ډډه کوي او هر څه رياليست را اخلي.
 
  • له متعددو ليکنښو ډډه کول.

د مينيماليزم په اړه په پښتو کي ډېر محترم استاد ګل رحمن رحماني د "مينيماليزم" تر عنوان لاندي او اغلي غرڅنۍ ساهو د " کیسه ګۍ یا ادبي مینیمالیزم" تر عنوان لاندي ليکني کړي. ما د محترم استاد رحماني ليکنه په انعکاس ويب پاڼه او د د اغلي غرڅنۍ ليکنه په روهي ويب پاڼه کي لوستلي.

 
محترم استاد ګل رحمن رحماني په ټوله کي "کيسه ګۍ" "مينې مال کيسې" بللي. زما له معلوماتو سره سم په انګرېزي کي کيسه ګۍ ته مايکروټېل (Micro tale)  وايي، چي فورم ئې د لنډي کیسې (Short story) له فورم څخه بېل دئ. دا پر ځای ده، چي کيسه ګۍ د مينيماليزم مکتب ته شامليږي، خو په ټوله کي يوازي کيسه ګۍ د مينيمالزم مکتب ته نه سو شاملولای. کېدای سي لنډي کيسې او حتی ناولونه د مينيماليزم د مکتب ځانګړتيا ولري، چي ښه مثال ئې د هېمينګوې، کارور، بارتلمي او نورو ادبي اثار دي.
 
د اغلې غرڅنۍ ساهو مينيماليزم ژانر بللی او له ليکني ئې داسي ايسي، چي کيسه ګۍ ادبي مينيماليزم بولي. دا ليکي:
"په پښتو ادب کې څومره چې ما د کیسه ګۍ په اړه مطالعه او پلټنه وکړه صرف د ننګرهار پوهنتون  محصل عزیزالدین یوسفزی مونوګراف چې د کیسه ګۍ ( ادبي مینیمالیزم) تر سرلیک لاندې وه او په کیسه ګۍ کې اولین چاپ شوی اثر د عبدالله الهام جمالزی په نوم لیکوال دی."
 
اغلې ساهو له پورته اقتباس تر مخه تقريباً د خپلي ليکني په سر کي د "مينيمالو" مثالونه راوړي، چي په هغو کي ئې د ځينو ليکوالو مقولې (quotes) هم د مينيماليزم مثال بللی دئ. دوه ئې دلته رانقلوم.
"هیچ وقت برای آنچه که نیستی و باید باشی دیر نیست. (جورج الیوت)"
د دغه مقولې انګرېزي بڼه دا دول ده:
 
“It is never too late to be what you might have been.”
― George Eliot
 
"تراژدی این نیست که تنها باشی، بلکه این است که نتوانی تنها باشی. ( آلبر کامو)"
د البرکامو د پورته مقولې پاته برخه هم په انګرېزي کي شامله ده.
“The tragedy is not that we are alone, but that we cannot be. At times I would give anything in the world to no longer be connected by anything to this universe of men.”
 
― Albert Camus دا جوته ده، چي مقولې د الفاظو له مخي د يوې ليکني ډېره وړه برخه وي، چي هم له لنډي کیسې او هم له کيسه ګۍ سره توپير لري. د مينيماليزم په مکتب کي يوازي کيسه ګۍ نه شامليږي، بلکي لنډي کیسې او ناولونه هم په دې مکتب کي شاملېدای سي. په پښتو کي د مينيماليزم تر ټولو ښه مثالونه د ښاغلي اجمل پسرلي لنډي کیسې دي.
 
References Khatoon, Shazia. "Three phases of literary minimalism." International Journal of Humanities and Social Science Research 2.12 ( 2016): 74-76.
 Johnston, Kenneth G. "Hemingway and Freud: The Tip of the Iceberg." The Journal of narrative technique 14.1 (1984): 68-73.
Pendarvismay, Jack. The Age of Uneasiness” Sunday Book Review Times of New York. 21, 2009 Web. 2 June 2016. https://www.nytimes.com/2009/05/24/books/review/Pendarvis-t.html
Greany, Phil. "An Introduction to literary minimalism in the American short story." what we’ve got (2012). https://philgreaney.wordpress.com/2012/02/07/an-introduction-to-literary-minimalism-in-the-american-short-story/
Tardim, Fabio, and Literary Genres–ENG10030. "Iceberg Theory: Do You See Anything? UCD Dublin, academia.edu (2012).
Bailey, Jeremy R. Mining for meaning: A study of minimalism in american literature. Diss. 2010. https://ttu-ir.tdl.org/bitstream/handle/2346/ETD-TTU-2010-12-1149/BAILEY-DISSERTATION.pdf?sequence=2
M. H. Abrams, Geoffrey Galt Harpham. A Glossary of Literary Terms. Eleventh Edition, Thrid Indian Reprint. Delhi: Cengage, 2017.
http://www.enikassradio.com/مينيماليزم-ګل-رحمن-رحماني/
https://rohi.af/news/50102
 
 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ