کرونا ويروس پاکستان کې د دوه لوړپوړو دولتي کسانو ژوند واخېست

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د پاکستان بلوڅستان ايالت پخوانی والي يا ګورنر سید فاضل اغا او د پارلمان يو اوسنی غړی شاهین رضا د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي. 

دغه دواړه حکومتي څېرې د زیات عمر لرونکې وې او تېره ورځ يې د کرونا ويروس له امله ساګانې ورکړې. لومړي وزير عمران خان د دوی کورنيو سره غمشريکي کړي. 

له دې وړاندې د پاکستان د پارلمان رئيس، د پښتون ژغورنې غورځنګ او پارلمان غړی علي وزير هم په کرونا ويروس اخته شوی وو.