تازه ۵۳۱ پېښې ثبت شوې؛ هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته ورسېد 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د نن ورځې تازه مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۱ پېښې ثبت شوې دي. د تازه پېښو په ثبت سره ټول هېواد کې په کرونا ويروس د ککړو کسانو شمېر ۸۶۷۶  ته ورسېد. 

تازه ۵۳۱ پېښې د هېواد په ۱۴ ولايتونو کې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې يې ۲۷۴ په کابل ولايت کې دي. د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله پلازمېنه کابل کې د کرونا ويروس پېښې تر ټولو ډېرې دي. 

د هېواد عامې روغتيا وزارت ويلي دي، چې افغانستان کې کرونا ويروس پر وړاندې تګ حالت کې دی او که چېرې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې پلې او جدي ونه نېسي نو شونې ده چې بې پېزوانه بحران رامنځ ته کړي.