هسې يې افغان مشران پرې وېرول؛ امريکا يو مېلېارد ډالر مرسته نه وه غوڅه کړې 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، رويټرز لوېدېځې رسنۍ د يو شمېر امريکايي چارواکو د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، چې د امريکا حکومت پر هغه افغان ځواکونو هغه مرسته چې وړاندې یې د قطع کېدو ګواښ کړی وو، نه ده قطع کړې. 

دغه سرچينو ويلي دي چې د امريکا حکومت به يو مېلېارد ډالر د افغان ځواکونو ته د ملاتړ، د وړتيا لوړوالي او نورو برخو کې د دوی د پياوړتيا په پار ورکړي.

 امريکا له دې وړاندې ګواښ کړی چې که چېرې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د يوې سياسي هوکړه په ترڅ کې ګډ حکومت سره جوړ نه کړي نو یو مېلېارد ډالر به پرې (بند) کړي. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا په شمول د يو شمېر بهرنيو هېوادونو د سياسي فشارونو وروسته اړ شو چې عبدالله عبدالله په حکومت کې ګډ کړي او واک ور ووېشي.