پر افغان حکومت او طالبانو د پمپيو غږ: پر يو بل بريدونه او تاوتريخوالی کم کړئ 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګوالي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د وسله والو طالبانو او افغان حکومت مشران هڅولې دي چې تاوتريخوالی دې کم کړي. نوموړي د جګړې په دواړه ښکېلو غاړو غږ کړی چې د بين الافغاني خبرو لپاره پر يو بل بريدونه او تاوتریخوالي سره کم کړئ. 

نوموړي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د صالحې  عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې هرکلی کړی او ويلي دي چې هيله لري ترڅو په دې سره د سولې په خبرو کې پرمختګونه رامنځ ته شي. 

بيا له بلې خوا د افغان روغې - جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره ورځ کې کابل کې له ولسمشر غني او مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لېده - کاته وکړل. 

خليلزاد د کابل له سفر وړاندې دوحې ته تللی او هلته يې له طالبانو مشرانو سره کتلي وو. نوموړي له طالب استازو او افغان حکومت مشرانو غوښتي چې تاوتریخوالي او بريدونه دې کم او د بين لاافغاني خبرو لپاره دې زمېنه برابره کړي.