عسکرو يې افغان کډوال سيند ته اچولي؛ ايرانی پلاوی د دغه پېښې څېړنې په پار کابل ته راځي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګوالي)، د ايران حکومت له خوا ټاکل شوی يو رسمي پلاوی کابل ته راځي ترڅو، سيند ته د ايراني عسکرو له خوا د غورځول شوي  افغان کډوالو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي. 

د ايران بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د افغانستان بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره په خبرو کې ويلي وو، دې برخه په رسمي همکاري او پلټنې تر سره کړي. 

د افغان حکومت له خوا د دغې پیښې د څیړنې د پلاوي مشر محمد حمید طهماسي څه وخت وړاندې ولسمشر غني ته په راپور کې ویلي وو، چې  پیښه کې ټول ۴۶ افغان کارګران شامل وو، چې د ۱۲ تنو مړي موندل شوي، ۱۷ تنه ژغورل شوي او ۱۷ نور لاهم لادرکه دي.

په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت به اعلاميه کې ویل شوي دي، "کابل - د ایران او افغانستان پر پوله د ثور د میاستې د ۱۳ نیټې د پيښې په اړه د هراړخیزو پلټنو په موخه، د افغانستان او ایران د سرحدي کمیسارانو د ۱۳۳۵ کال د هوکړې لیک پر بنسټ د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړي دیپلوماټيک پلاوی کابل ته سفر کوي او د پيښې په اړه به له افغان لوري سره په ګډو څیړنو کې ګډون وکړي. د دې پلاوي مشرۍ به ښاعلی محسن بهاروند د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو معین په غاړه ولري.

افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لوړ پوړي پلاوي سفر او د پيښې په اړه پر اسنادو او مدارکو ګډې‌‌‌‌ څيړنې، وکولای سي چې د پیښې د جزییاتو په روڼتیا، د دواړو دولتونو د وروستیو پریکړو په کولو کې او د ورته پيښو د مخينوي لپاره ګټور تمام سي."