د افغان - جاپان روغتون ۱۸ کارمندان په فساد تورن شوي 

روهي (پنځه نۍ/۱ د غبرګولي)، عامې روغتيا وزارت د افغان - جاپان روغتون ۱۸ کارمندان په فساد تورن کړي دي. د عامې روغتيا وزير تېره ورځ ياد روغتون ته ورغلی او ياد کارمندان يې په فساد تورن کړی. 

عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز ويلي، چې يادو کسانو په دنده کې غفلت کړی، له خپلو دندو يې ناسمه استفاده کړې ده او روغتيايي وسايلو کې يې فساد کړ. 

له دې وړاندې ډېری د کرونا ناروغۍ ناروغ لرونکو په ياد روغتون کې د نه پاملرنې، ناوړه چلند او ټيټو خدماتونو په اړه شکايتونه کړي وو.