د طالبانو د مشر اختريز پيغام ته د ولسمشر وياند صديق صديقي غبرګون 

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د طالبانو مشر نن د کوچيني  اختر په مناسبت يو پيغام خپور کړی چې د بين الافغاني خبرو او اوربند په په کې څه نه وو ويل شوي. دغه پيغام کې پر امريکا غږ شوی وو چې د دوحه کې د دوی د تړون پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي. 

د نوموړي د دغه پيغام په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صديق صديقي  صديقي په ټوېټر غبرګون ښوودلی دی. نوموړي په ټوېټر ليکلي دي، "عجيبه ده، هره ورځ ولسي وګړي په بمونو الوزوي او بيا د سولې تړون په اړه خبرې کوي."

د يادونې ده چې کابل او ننګرهار کې د يو څو وروستيو بريدونو وروسته افغان حکومت او طالبانو جګړه سره تېزه کړې ده او هغه هيله چې ولس د کوچني اختر په شپو ورځو کې د اوربند درلوده، ښايي تر سره نه شي.