طالب مشر په اختريز پيغام کې خپلو جنګياليو ته ويلي دي چې لا غښتلي شئ 

روهي (څلورنۍ/۳۱ د غوايي)، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده اختريز پيغام خپور کړی دی. دې پيغام کې مختلفو مسايلو ته اشاره شوې او له طالب جنګياليو غوښتل شوي دي چې خپلې موخې تعقيب او لا غښتلي او پياوړي شي. 

ملا هبت الله اخونزاده پر امريکا هم غږکړی دی چې بايد چاته اجازه ورنه کړي چې د دوی ترمنځ د سولې تړون پر وړاندې خنډ شي؛ ځکه دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون نړيوال رسميت پيدا کړی دی. 

نوموړي د افغان حکومت په زندانانو کې د طالب بنديانو د وضعيت په اړه ويلي دي چې نړيوالې او بشري ادارې بايد په دې برخه کې پاملرنه ولري. د دغه اختريز پيغام په بله برخه کې ويل شوي دي چې  د امريکا له يرغل وروسته به طالبان د واک د انحصار غوښتنه ونه لري، د ښځو او نارينو حقونو به په پام کې نېول شوي وي. 

دغه پيغام په پښتو، دري، انګلېسي، اردو او عربي ژبو خپور شوی دی او له نړيوالې ټولنې په کې د کرونا ويروس سره د مبارزې غوښتنه هم په کې شوې ده.